سورغر اوونيزه (کندهار ) اوس په نړیوال جال کي په ( www.Surgar.net )هم تر لاسه کړي !!
دغه اوونیزه چي د افغانستان په کچه د کیفیت او معیار له مخي وتلې اوونيزه ده، له تېرو څه له پاسه درېيو کلونو راهيسې له کندهاره د ارکوزیا افغان اعلاناتو او ارکوزیا افغان مشورتي ګروپ په امتیاز او مالي لګښت خپریږي .چي د افغانستان د لویو ښارونو تر څنګ په کوټه او پېښور کي هم زیات شمیر مینه وال لري اوس له نېکه مرغه په امریکا کي د بېنوا پښتو ویب د انکشافي ادارې اود بېنوا (پرلیکه پښتونړۍ )وتلي ویب پاڼي په مرسته په ټوله نړۍ کي ئې تاسي دانترنيټ له لاري هره اونۍ د نوي او په زړه پوري مضامینو سره لوستلای شئ .
سورغر اونیزه چي په سیمه کي په مطبوعاتي ډګر کي زیاتي لاسته راوړني لري اوس د خپل دې نړیوال ګام په پورته کولو سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د افغان لیکوالو او ړون اندوترمنځ دقلمي همکاریو دراکړي ورکړي او دنوموړو لیکوالو سره دسورغر د اړیکو لمن د انټرنیټ له لاري نوره هم پراخوي او د افغان لیکوالو ، سیاسي او علمي کاپوهانو څخه د لا زیاتوهمکاریو غوښتنه کوي
سورغر په ځانګړي ډول دبېنوا دوتلي پاڼي دمسول او مؤسیس ښاغلي خالد هادي حیدري څخه دزړه له کومي مننه کوي چي دا اونیزه ئې دانټرنیټ په مټ تر خپلو مینوالو ورسوله او زموږ غوښتنو ته ئې د خپل پښتني احساس لمخي په ورین تندي بغیر د کومي مادي معاوضې جواب ووایه .
سورغر ستاسو ږغ او ستاسو لپاره ( www.surgar.net )